کابل باختردتلې د مياشتې ٥ :
د قندهار ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والوطالبانو له تراکتورڅخه په استفادې سره يې دترينکوټ _ قندهار څه دپاسه يو کيلومتر قيرشوى سړک ددغه ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ويجاړ کړى دى.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دغه اقدام د وسايطو د تګ راتګ د بندولو په مقصد کړى دى.
د ترينکوټ _ قندهار عمومي واټ له لسو ورځو را په دې خوا د طالبانو ترکنترول لاندې دى .
د روزګان له ولايت سره د ارتباطي لارې بندول چېرته چې اوس د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې دوام لري؛ دغه سړک د وسله والوطالبانو له خوا ويجاړ شوى دى.
د دغه سړک په ويجاړولو سره اوس د عملياتو پرمختګ له ستونزو سره مخامخ شوى دى .
د قندهار ولايت امنيتي مقامات وايي چې د دغې لويې لارې په تګلوري کې د امنيتي پوستو د بېرته نيولو لپاره يې پوځي عمليات پيل کړي دي.