نړۍ

يوتن شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
په قندهار ښار کې ددوو پيښو له امله يوتن  شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک  دباختراژانس  خبريال ته وويل   په لومړي پيښه کې يوملکي وګړي  دقندار ښار  دشکارپور  دروازې  په سيمه کې  دناپيژاندووسله والو کسانو د ډزو له امله شهيد شو .
  خبرځاى  زياته کړه تراوسه پورې  ددغه ملکي وګړي  دوژل کيدو  علت معلوم نه دى او دپيښې  عاملين  له ساحې څخه تښتيدلي دي .
دپيښې دعاملينو دنيولو لپاره  دپلټنې عمليات پيل شوي دي .
  دوياند دڅرګندونوله مخې  دويمه پيښه دميوند ولسوالۍ دڅارويو دپلورنې  په يوه ساحه کې چاودنه  وه چې له امله يې  يوسيمه ئيز پوليس او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته