(PS)خبرونه(PS)ورزش

د منځنۍ آسیا د فوټبال په سیالیو کې افغان لوبڅاران وستایل شول

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د اشرف حسن زاده او سید ننګیالي سادات په نومونو هغه افغان لوبڅاران چې د منځنۍ آسیا د ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال سیالیو کې ګډون کړی و وستایل شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د منځنۍ آسیا د ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال سیالیو کې افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان په دغو سیالیو کې ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ازبکستان لومړی مقام او افغانستان څلورم مقام خپل کړ.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا