سیاستخبرونهTOP

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست پنجشېر ته سفر وکړ

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د پنجشیر د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو او له ژمي مخکې دغه ولایت ته د مرسته رسولو په موخه سفر وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشېر له والي مولوي محمد محسن هاشمي او د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ دفتر استازې ګلوریا لیزیک سره په دغه ولایت کې وکتل.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ دفتر استازې ګلوریا لیزیک وویل، چې د پنجشېر په ټولو ولسواليو کې بشري مرستې پرته له کوم ځنډ دوام لري او د ژمي په موسم کې د دغه ولایت لپاره څلور نوې پروژې هم پلان شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا