کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن ديوشمير سناتورانو په ګډون دملي شورا دويم لمبرالحاقيه وکتله.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دمشرانوجرګې د دارالانشا لوى رييس سيدحفيظ الله هاشمي ددغې الحاقيې دبشپړولو او دودانۍ دڅرنګوالۍ په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دمشرانو جرګې د غړو دکاري دفترونو ودانۍ بشپړې شوي او په راتلوونکي کې په يوجومات چې ديوسلو پنځوسو تنو لمونځ کوونکو ظرفيت ولري هم جوړ شي .
وروسته دمشرانو جرګې رييس دسناتورانو او دمامورينو دکاري دفترونو ، آرشيف د ډوډې خوړلو د سالون او ددغې الحاقيې د نورو برخو دکتنې په ترڅ کې د دغې پروژې دبشپړولو په برخه کې يې دمسوولو ادارو دهلوځلو له امله قدرداني وکړه او دسنامجلس غړوته دزياتو آسانيتاو د برابرولو په لاره کې اړوندو مسوولينو ته مشخصې لارښونې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل