کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٤
د پښتو ژبې د تکړه شاعرې، ليکوالې او ژباړونکې پيغلې شکريې نديم خروټې دوه شعري او طنزي ټولګې نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ پرانستلې شوې.
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د (ګويته انستيتوت) په همکارۍ جوړه شوه؛ د بېلابېلو ادارو يو شمېر مسوولينو، د رسنيو ژورناليستانو، د پوهنتونونو استادانو، ليکوالو او شاعرانو ګډون کړى و.
د (شاتو مچۍ) کتاب يو طنزي کتاب دى چې په ٥٣ مخونوکې چاپ شوى او (د هيلو کاروان) کتاب په ٧٢ مخونوکې چاپ شوى دى.
ليکوال او د نورين ټلويزيون کارکوونکي عثمان اکرم سرګردان په دې غونډه کې په هېوادکې د طنز او طنز ليکنې په باب خبرې وکړې او وروسته د سياسي- تاريخي مسئلو شنوونکي استاد عبدالهادي قريشي د شکريې خروټي د هيلو کاروان او د شاتو مچۍ د دوو چاپ شويو ټولګو په باب خبرې وکړې.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې پيغلې محبوبې سعادت د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: هر هغه څوک چې له کتاب سره آرامي پيدا کړي؛ له هغه څخه راحتي او سوکالي نه سلبيږي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو د چارو وزارت معين عبدالغفور ليوال، شاعر او ليکوال پرتو نادري، طنز ليوونکى جلال نوراني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو رييسه نجيبه مرام ،پيغله مسعوده خزان اودکابل ښاريانو دشورامرستيال ظاهر حسن د دغې غونډې ويناوال وو چې د شاتو مچۍ او د هيلو کاروان د کتابونو په باب يې خبرې وکړې.
په پاى کې ليکوالې، ژباړونکې او شاعرې شکريې نديم خروټې ځينې هغه شعرونه چې په دغو ټولګوکې چاپ شوي دي؛ ولوستل.
2 1 دقیقه لوستل