ټولنه

د فارياب والي د يوې کورنۍ پلورل شوى ماشوم بېرته کورنۍ ته يې وسپاره

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
په فارياب ولايت کې يونوى زيږديدلى پلورل شوى ماشوم بيرته کورنۍ ته وسپارل شو .
د فارياب ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل چې، دغه نوې زيږيدلى ماشوم د اقتصادي ستونزو په دليل له کورنۍ څخه يې دپنځوسو زرو افغانيو په بدل کې پلورلى و چې د فارياب د والي محمد همايون فوزي په همکارۍ  بېرته  کورنۍ ته وسپارل شو.
  فوزي د عامې روغتيا او له پيښو سره د مبارزې  ادارو ته لارښوونه وکړه چې دغې کورنۍ ته د يوکال لپاره د خوراکي او د دغه ماشوم مور ته  لازمې روغتيايي  مرستې برابرې کړي .
دفارياب والي دغه راز دپلورل شوى ماشوم پنځوس زره افغانۍ هم بيرته مقابلې کورنۍ ته ورکړې .
  ختم- عطاالله =-  اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته