ټولنه

په بغلان کې د يو والى او پيوستون څلى پرانستل شو

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د يو والي او پيوستون څلى پرانستل شو.
دغه څلى چې په دغې ولسوالۍ کې د ميشتو مليتونو ترمنځ د يو والي او پيوستون ښکارندوى دى، د دغې ولسوالۍ د ښاروالۍ له بودجې څخه د پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت د يو کال په بهيرکې جوړ شوى دى .
د نهرين ولسوال فضل الدين د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه څلى چې د قلم، کتاب او کور په ډول ډيزاين شوى دى؛ په نهرين ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ د فرهنګي رسالت، يو والى او پيوستون ښکارندوى دى .
ده نهرين، يوه امنه ولسوالۍ وبلله او د امنيت په تامينولوکې يې له دولت سره د خلکو همکاري مهمه او اساسي وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته