امنیت

پنځلس تنه سيمه ييز پوليسان د په ګيزاب کې په مرموز ډول وژل شوي دي

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
پنځلس تنه سيمه ييز پوليسان د ارزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د ارزګان ولايت يو سيمه ييز مقام د باختر آژانس ته وويل: دغه پوليسان دګيزاب ولسوالۍ د پخوانى مرستيال له خوا په دې پلمه چې ګنې وسله وال طالبان له دوى سره يوځاى کيږي؛ د طالبانو ساحې ته بيول شوي وو.
ده زياته کړه: کله چې دوى د مخالفينو ساحې ته رسيږي؛ په هغوى بريدکيږي چې له امله يې لس تنه سيمه ييز پوليسان ووژل شول او درې تنه وتښتيدل، خو دګيزاب ولسوالۍ د روغتون يو تن کارکوونکى ډاکتر احمد ولي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دپوليسو اته مړي پرون او اووه مړي نن دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .
ده څرګنده کړه چې دغه مړي دسيمه ييزو پوليسو دي چې په ډزو سره وژل شوي دي.
د ارزګان والي امان الله تيموري دخپل يو خپلوان د وژل کيدو په تاييدولوسره وويل چې د ده خور زى چې سيمه ييز پوليس و؛ هم وژل شوى شوى.
ده زياته کړه چې دغه پوليسان په مرموز ډول وژل شوي دي او په دې باب څيړنې پيل شوې دي.
د يوبل خبرله مخې: د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښارکې نن د يوه چاودنې له امله يو پوليس شهيد شو.
د ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمرګل آغا دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه چاودنه په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين د پوليسو دسپرلۍ د موټر په ختلو سره رامنځته شوه چې له امله يې يو پوليس شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته