کابل – باختر دسلواغې اتلسمه :
دسالنګ لويه لاره نن سهار په اووه بجو بيا د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه.
دسالنګونو د ساتنې او څارنې آمر جنرال رجب دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه لويه لاره د واورې د پرله پسې اورښتونو له امله له پنځو ورځو را په دې خوا تړلې وه .
جنرال رجب وويل : په دې لويه لاره کې په اووه پنځوسو ساحوکې واوره ښويدلې وه؛ خو د سر زيان او مالي تاوان يې نه دې اړولې.
ده وويل : د ستونزو دکمښت په مقصد، دغه لويه لاره پرانيستل شوه او ټينګار يې وکړ، هغه موټر چلوونکي چې د سالنګ په لويه لاره کې تګ راتګ کوي؛ بايد خپل وسايل په ژمنيو تجهيزاتو سمبال کړي او د سالنګونو دموظفينو له لارښونې له سره سم دې عمل وکړي.
ده يوځل بيا دا خبره تکرار کړه چې ټيلري وسايط په دې لاره کې دتګ راتګ اجازه نه لري.
0 1 دقیقه لوستل