کابل باختر د وري څوارلسمه :
په هلمند کې مسوولان وايي د هلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار د نجونو د ليسې هغه ټولې زده کوونکې نجونې چې مسمومې شوې وې، په روغتون کې له درملنې وروسته رخصتې شوې او خپلوکورونو ته ستنې شوې .
د هلمند د والي وياند رسنيو ته وويل چې د دغې پيښې د څيړنې لپاره يوه کميټه ټاکل شوې ده او دغه کميټه دې نتيجې ته رسيدلې ده چې هغه توکي د ښوونځي په لابراتوار کې له کومو څخه چې د زده کوونکو دروزنې لپاره استفاده کيده سوځول شوې دي او له امله يې زده کوونکې مسمومې شوې وې .
ده وويل په دې برخه کې زياتې څيړنې کيږي چې وليدل شي دغه پيښه ولې رامنځته شوې ده.ختم_ عطاالله _اکرم