سیاست

حامدکرزي د فاریاب والي عبدالحق شفق ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ

کابلباختر دزمري ١٠ مــــــــــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د فاریاب والي عبدالحق شفق ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې

په هغو مراسمو کې چې په همدې اړه  نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د فاریاب ولایت والي عبدالحق شفق ته چې په دغه ولایت کې یې د غوره حکومتوالۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو د تطبیقولو، د متوازنې اقتصادي، ټولنیزې، د ښوونې او روزنې او فرهنګي ودې، له اداري فساد سره د مبارزې، د بیا رغونې او عامه ادارې د اصلاح په برخوکې هر اړخیزې او نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي، د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.

د هېواد جمهوررئیس د عبدالحق شفق کړنې وستایلې او هغه یې یو هڅاند، وطن دوست او صادق والي وباله.

په دغو مراسمو کې د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالخالق فراهي او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم هم حضور درلود

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته