(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د موزیمونو نړیوالې ورځ نمانځغونډه او د مس عینک د تاریخي اثارو نندارتون پرانیسته وشوه

کابل د غوايي ۲۸ مه، باختر
د غوايي ۲۸ مه چې د موزیمونو نړېوالې ورځې په نامه نومول شوې، د يادې ورځې په مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن د هېواد د ملي موزیم په تالار کې د دغې ورځې د نمانځنې تر څنګ د مس عینک د تاریخي اثارو نندارتون پرانیسته هم وکړه.
په نمانځغونډه کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه او د دغه وزارت معینانو، د یونسکو فرهنګي سازمان غړي، بهرنيو لرغون پوهانو او متخصصینو، د اغا خان ټولنې مسولینو او د ګڼ شمېر فرهنګي ټولنو استازو ګډون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د موزیمونو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل چې تاریخي آثار د ملتونو ګډه شتمني ده او ساتل یې هم د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
ښاغلي خير خواه خوښي وښوده چې په یوه داسې غونډه کې سره راټول یوو، چې د ملي موزیمونو د ساتنې او نمانځلو په پار جوړه شوې ده.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې ملي موزیمونه او تاریخي آثار د ټولو ملتونو ګډه شتمني ده او ساتل یې هم د ټولو ګډ مسؤلیت دی او زیاته یې کړه چې تاریخي آثار په یو ملت پورې ځانګړي نه دي او نه باید په سیاسي موضوعاتو پسې وتړل شي.
سرپرست وزیر پر نړیوالو غږ وکړ چې تاریخي آثار د سیاستونو ښکار ونه ګرځوي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې د هېواد د موزیمونو لپاره په یو لړ پلانونو کار روان دی چې د زون په سطحه او په ولایتونو کې به شته موزیمونه لا غني کړل شي. په خبره يې، د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد تاریخي سیمو او اثارو د ساتنې لپاره لا ډېر کار شوی او ګڼ شمېر تاریخي اثار د قاچاق وړنکو له منګلو ژغورل شوي او د ځيني تاریخي سیمو د بیارغونې چارې دوام لري.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي زياته کړه چې ورته غونډې د عامه پوهاوي او د تاریخي اثارو ساتنې لپاره ګټورې پایلې لري.
په دغه غونډه کې د فرهنګي ټولنو استازو هم د فرهنګي ارزښتونو پر ساتنې خبرې وکړې او د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره يې ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې د مس عینک څخه را انتقال شوي تاریخي اثارو نندارتون پرانیسته هم وشوه او (زما هېواد) په نامه د تیاتر یوه تمثیلي پارچه هم وړاندې شوه.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا