کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
دوسله والو طالبانو دډلې يو ماين جوړونکې تېره شپه دخپل جوړ شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو .
دتخار دپوليسو وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى دتالقانو ښار په آس پايين کلي کې په خپل کور کې دماين په جوړولو بوخت و چې ماين وچاوديد او دى ووژل شو .
په دې پېښه کې هيچا ته دسرزيان نه دى اوښتى . پېښه تر څيړنې لاندې ده .
ختم_شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ