خبرونهاقتصاد

د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د ۲۰ کیلو واټه برېښنا پروژې چارې بشپړې شوې

 کابل، د لړم۴مه، باختر

په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د ۲۰ کیلو واټو برېښنا پرانسته د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي شېر محمد عباس ستانکزي، د ازبیکستان هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ایرگش اوف او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وزیر حمیدالله آخندزاده له لوري وشوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي د نړۍ هېوادونو لپاره د پانګې اچونې زمینه برابره کړي.

ستانکزي دغه راز زیاته کړه، چې افغانان وروسته له ٢٠ کلونو څخه وتوانېدل، چې اشغالګرو ته ماته ورکړي او خپل هېواد له هر اړخه خپلواک اعلان کړي.

په همدې حال کې د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرگش اوف د افغانستان او ازبکستان ملګرتیا اوږد مهاله یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د برېښنا پرانیستل او تخنیکی چارو سمبالول د دواړو هېوادونو د ښې ملګرتیا نښه وبلله.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله آخندزاده د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر کې د ازبکستان هېواد له مرستې مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېوادوالو لپاره به د معیاري خدمتونو برخه کې هڅې وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا