فرهنګ

له څو تنو خبريالانو سره دهرات ولايت دامنيه قوماندان دناسم چلند پرخلاف داعتراضونو دوام .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :

دهرات سيمه ئيزه اداره دبيان دازادۍ او درسنيو له ازاد فعاليت سره په ملاتړ ژمن دى .

دهرات والي محمد اصف رحيمي دځينو رسنيو له فعالينو او خبريالانو سره په ډله ئيزه کتنه کې ددغه ټکى په اعلامولو سره دخبريالانو له ازاد فعاليت سره دملاتړپه باب دسيمه ئيزې ادارې ژمنه څرګنده کړه .

په دې  کتنه کې چې دبهزاد نګارستان په تالار کې وشوه دخبريالۍ  دصنفي بنسټونو ځينو مسوولينو له خبريالانو سره دځينو مقاماتو نه همکاري  او درسنيو له خاوندانو سره ددوى دکتنې دنه منلو وړ چلند دپوښتنو وړ وباله او تينګار يې وکړ چې داوسني نظام يو برياليتوب دبيان ازادي ده .

دوى له ځينو خبريالانو سره دهرات ولايت دامنيه قوماندان چلند ناسم وباله او ددغه شان چلندونو دمخنيوي غوښتنه يې وکړه .

دصنفي  بنسټونو مسوولينو ددغه ټکي په بيانولو سره چې خبريالان او درسنيو مسولين دخبريالۍ له ازاد فعاليت سره دملاتړ په خاطر دسيمه ئيزې ادارې په نيت خبر دي او زياته يې کړه بايد ځينې مقامات له خپل وظيفوي  صلاحيت څخه ناوړه استفاده ونه کړي او له خبريالانو سره  تريخ سلوک ونه کړي .

  په دې ترڅ کې دهرات والي دخبررسولو په کار کې دهرات ولايت درسنيو فعال رول وستايه  او ويې ويل چې دنظامي شورا په راتلوونکې غوڼده کې به په دې باب خبرې وشي او امنيتي مسوولينو ته يې په تينګار سره لارښوونه وکړه چې دواقعيتونو دمنعکس کولو په خاطر  له خبريالانوسره همکاري وکړي .

دهرات والي وايي چې هيڅوک دخبريالانو دمزاحمت  او دبيان دازادۍ دمحدودولو حق نه لري .

دهرات والي ژمنه وکړه چې په اطلاعاتو دلاسبري دحق قانون د ولايت په اداري غونډه کې  ملکي اونظامي مقاماتو ته بيان شي  چې په دغه قانون دمقاماتو اوخلکو دپوهاوي کچه لوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته