
کابل، د وږي ۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري د هېواد د اوبو چارو تنظیم په اړه د ټاکل شوي پلاوي غونډه پرون د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ماليې، اوبو او انرژۍ او د ښار او کور جوړولو وزارتونو سرپرستانو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کليو بيارغونې او پراختيا او اقتصاد وزارتونو مرستيالانو او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال، د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب دولتي شرکت رئيس او د يادو ادارو د تخنيکي او مسلکي ټيمونو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې په هېواد کې د اوبو چارو تنظیم او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي، کابل ښار ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې تطبيق او د دې پروژې د تطبيق وخت، د لګښتونو ارزونې او ظرفيت او له دې لارې د کابل ښاريانو د څښاک پاکو اوبو د ستونزو رفع کولو او د اوبو منابعو، بندونو او کانالونو او کرنيزې پراختيا په برخو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو، د کليو بيارغاونې او پراختيا وزارتونو او د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب امارتي شرکت ترمنځ د وظيفوي تداخل په لمنځه وړو بحث او خبرې وشوې.
همداراز په دې غونډه کې د اوبو کموالي پوره کولو لپاره د هېواد په ولايتونو او ولسواليو کې د چک ډيمونو جوړولو په اړه هم بحث او هر اړخيزې ارزونې وشوې.
د غونډې په پای کې، د يادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.