ښوونه او روزنه

افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انسټیټوټ سږ کال ۵۸۷ تنه ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
په هیواد کې د امن او ثبات یو عامل هم ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي، دا خبره  د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې ډاکترې نسرین اوریاخیل د فني او حرفوي زده کړو له انیسټیټوټ څخه د فارغو ځوانانو په غونډه کې وکړه.
نوموړې زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په اوږد مهال کې زیات اقتصادي پروګرامونه په پام کې لري، چې په بېلابېلو برخو کې به ځوانانو ته  کار زمینه برابره کړي.
ډاکترې اوریاخیل وویل چې افغان ـ کوریا د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په چوکاټ کې د فن او حرفې په برخه کې یو له مهمو انستیتوتونو څخه دی، چې هر کال ګڼ شمیر ځوانانو ته په مختلفو برخو کې د فن او حرفې خدمتونه وړاندې کوي.
ډاکترې نسرین اوریاخیل زیاته کړه، چې اوس مهال د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په چوکاټ کې فني او حرفوي زده کړو٤٦ مرکزونه فعالیت لري او هڅه به و کړي، چې ځوانانو ته د فن او حرفې له لارې د کار موندنې په موخه، ورته مرکزونه نور هم زیات کړي. 
هغې وویل، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په پام کې لري، چې ددغو مرکزونو له لارې به په منظمه توکه روږدو کسانو، کوچیانو او ګډوالو ته هم د فن او حرفې زمینه برابره کړي. 
په غونډه کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې ډاکتر نسرین اوریاخیل فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ  له هغوې څخه وغوښتل چې هڅه دې وکړي، هر هغه څه یې چې زده کړي، نورو هیوادوالو ته دې هم ور سوي. 
د افغان ـ کوریا انسټیټوټ مشر میرجلال الدین هشام وویل، چې دوی هر کال په سلګونه کسان دې انسټیټوټ کې روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.
نوموي زیاته کړه، چې دوی زده کوونکو ته د کار بازار اړتیا سره سم د تخنیک او مسلک په برخه کې زده کړې ورکوي او هڅه کوي، چې دوی د کار بازار کې په کار وګماري، ترڅو په دې توانیدلي وي چې د بیکارۍ ستونزه یې تر یوه بریده هواره کړې وي.
افغان کوریا  د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت د دوست هیواد کوریا په مالي مرسته د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو اومعلولینو وزارت په چوکاټ کې په ۱۳۸۴ کال کې په کار پیل کړی، چې تر دا محاله ددې مرکز په ۷ مختلفو څانګو( کمپيوټر، خیاطي، انګلیسي، ساختماني، برق، نل ځغلونې او موټر جوړولو) کې ګڼ شمیر ځوانان تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته