ښوونه او روزنه

د دولسو ښوونځيو نوې ودانۍ پرانیستلې شوې

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې د ١٢ ښوونځيو نوې ودانۍ پرانیستل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې په خوست، ننګرهار، کابل، غزني، ميدان وردګو، روزګان او فارياب کې ته جوړې کړې دي.
ويل کېږي د دغو ودانيو په پرانیستلو سره زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې ښه زمينه برابره شوې ده.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته