٨ – کابل باختر دمرغومي اوولسمه
افغان امنيتي ځواکونو تير ماښام په ارزګان ولايت کې ددريو تنو طالبانو دنيولو خبر راکړ .
دغه وسله وال طالبان پرون له هغه وروسته چې د هراود ولسوالۍ په مربوطاتو په سړک کې يې ماينونه ځاى پرځاى کړي و دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دارزګان ولايت ددهراود ولسوال حاجي امين الله دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغو دريو تنو دنيولو په وخت کې چاته زيان نه دى اوښتي .
دحاجي امين الله دڅرګندونو له مخې له دغو دريو تنو طالبانو څخه وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي .