خبرونهاقتصادټولنه

په میدان وردګو کې سېلاوونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

– کابل/ د وري ۱۵/ باختر

په میدان وردګو کې د اورښتونو له امله خلکو ته ځاني اومالي زیانونه وښتي دي.

د میدان وردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي فیض الله جلالي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د سېلاوونو له امله ګن شمېر کسان زیانمن شوي او د تندر پرېوتو له امله یوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

د یادونې وړ ده چي څو ورځي مخکې هم د ياد ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د سېلاوونو راوتلو له امله ۱۵ کورونه تخریب او د ۱۵۶ بزګرانو حاصلات له منځه تللي وو.

د یو بل خبر له مخې؛ په بدخشان کې د سېلاوونو له کبله یو ۱۲ کلن ماشوم هم شهید شوی دی.

اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته