امنیت

د بادپښ لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال ولسوال ووژل شو

مهتر لام باختر د لیندۍ د میاشتې ۲۰ مه
د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا تش په نامه نومول شوی مرستيال ولسوال ووژل شو.
چارواکي وايي چې نن سهار اووه بجې د بادپښ ولسوالۍ په اخندزادګانو کلي کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي ولسوال د مرستيال په کور کې ماین چاودنه کړې چې له امله يې د مرستيال ولسوال په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی وايي ماین هغه مهال چاودنه کړې کله چې وسله وال طالبان د ماین په جوړلو بوخت وو.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په دغه چاودنه کې د عبدالصمد په نامه د طالبانو مرستيال ولسوال او يو تن ماین جوړونکی وژل شوي دي.
ځواک زیاتوي چې په دغه پېښه کې د مرستيال ولسوال د يوه زوی په ګډون دوه تنه نور بيا ټپيان شوي هم دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته