نړۍ

ايټالوي ځواکونه د يوبل کال لپاره په افغانستان کې پاتې کيږي

لندن – دويچه ويله – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
ايټالوي ځواکونه د يوبل کال لپاره په افغانستان کې پاتې کيږي.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
د ايټاليا صدراعظم ماتيورينزي دغه ټکى پرون او يوه ورځ له هغه وروسته چې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په افغانستان کې د دغه هيواد دځواکونو د ماموريت د تمديد اعلام کړ؛ بيان کړ.
ټاکل شوې وه ايټالوي پوځيان د روان کال ميلادي په لومړيو وختوکې له افغانستان څخه ووځي .
اوس ٧٥٠ تنه ايټالوي پوځيان د ناټو دغير جنګي ماموريت په چوکاټ کې په کابل او هرات کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته