خبرونهفرهنګTOP

د میدان وردګو د مجاهدینو کارنامې، سرښندنې او اتلولۍ ثبت کېږي

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست ملا خیر الله خواه سره وکتل.

په دغه کتنه کې حبیب الله مجاهد خپل راتلونکي پلانونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزیر سره شریک کړل او وویل: ((په راتلونکي کې پلان لرم، چې ستاسو په همکارۍ د میدان وردګو د مجاهدینو او ولسونو کارنامې، اتلولۍ او سرښندنې ثبت کړم؛ د یرغلګرو د وسلو او تجهیزاتو له پاتې شونو نظامي موزیم جوړ کړم، تر څو سېلانیان ورته مخه کړي؛ دغه راز یې تاریخي سیمې او آبدې هم ورغوم.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د مولوي مجاهد راتلونکي پلانونه ګټور، پر ځای او د عامه اذهانو د تنویر وسیله وبلل او په دغه برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په میدان وردګ کې ۷۶ تاریخي او فرهنګي سیمې شته؛ چې ۱۸ یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي، چې دغو سیمو ته په تېرو شلو کلونو کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتره یې اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دانش\ لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا