کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
يوې ځوانې نجلۍ په هرات ولايت کې ځان وسوځاوه .
په هرات ولايت کې يو سيمه ئيز مقامات وايي چې دغه نجلۍ څوارلس کلنه وه او دهرات ولايت دګذرې ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې وه او دکورني تاوتريخوالي له امله يې ځان سوځولى دى، ددغې نجلۍ کورنۍ له هغه وروسته خبره شوه چې لور يې ځان سوځولى اوددغې نجلۍ دزياتې سوځيدنې مخه يې ونيوله .
ويل شوى دى دغه نجلۍ اوس دهرات ولايت دسوځيدنې دعلاج په روغتون کې بستر ده .
تراوسه پورې پوليسو په دې اړوند څه نه دي ويلي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ