
کابل، د وږي ۲مه، باختر
د میدان وردګو د عامې روغتيا رياست مسوولین په ولایتي روغتون کې د ساین نيل سېټ روغتیايي پروژې د پرانیستلو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د ساین نيل سېټ پروژې مسوول او د افغان طبي آلې جوړونکي پروفیسور اسماعيل وردګ د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې هېواد کې ۱۵ زره د ماتو هډوکو ناروغان د ساین نېل سېټ روغتیايي پروژې د عملياتو په وسیله تداوي شوې دي.
وردګ وویل، چې دغه پروژه د هېواد په ۲۰ روغتیايي مرکزونو کې فعاليت لري او نن يي د میدان وردګو ولایت ترڅنګ په غزني ولايت کې هم پرانيستل کېږي.
وردګ زیاته کړه، چې دغه افغاني طبي آله چې د زنګانه هډوکي په جوړېدو کې مرسته کوي اوس مهال له هېواد نه بهر په هندوستان، پاکستان، امریکا، او فلیپین هېوادونو کې ډاکټران ترې ګټه اخلي.