
کابل، د غوایي ۱۳مه، باختر
د میدان وردګو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۵ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۴ شبکو د بیا رغولو تړونونه لاسلیک شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو شبکو تړونونه د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا د رئیس مولوي وحیدالله راشد او د پراختیایي شوراګانو د استازو ترمنځ لاسلیک شول، چې تر اداري چارو بشپړولو وروسته به يې عملي چارې پیل شي.
دغه شبکې د جلرېز ولسوالۍ په قلعه برج، کونډا، قلعه عبدالجبار او درې عالم سیمو کې بیا رغول کېږي، چې پر مټ به یې د یادو کلیو شاوخوا ۷۵۰ کورنۍ د څښاک اوبه برابرې شي.
لمر