سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت او ٢٠٢٣ زیږدیز کال؛ راتلونکی کال به وطن د لا ډېرو پرمختګونو شاهد وي

کابل, د مرغومې ۹ مه باختر
تبصره
٢٠٢٣ زېږدیز کال د اسلامي امارت په مدیریت کې د افغانستان لپاره د ابادۍ او پرمختګونو کال و او د حکومت پوخ دریځ ته په کتو تمه کیږي، چې راتلونکی کال ګران هېواد افغانستان د لا ډېرو پرمختګونو او لاسته راوړنو شاهد وي.
دا یو ستر حقیقت دی، چې اسلامي امارت د ولس له منځه راپورته شوی نظام دی او هغه څه ترسره کوي، چې ولس یې غواړي او دغه کړنې د اسلامي اصولو او افغان کلتور سره سمې پرمخ بیایي.
په ٢٠٢٣ زېږدیز کال کې اسلامي امارت د باتدبیره مدیرانو او چارواکو پر مټ په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او تحصیلي، بیا رغونې او نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل، چې په کور دننه او بهر ټولو ته لکه لمر روښانه دي.
د اسلامي امارت د تېر کال کړنو ته په کتو تحلیل دا دی، چې انشاالله په ٢٠٢٤ زیږدیز کال کې به دغه د پرمختګ فعالیتونه څو چنده زیات وي.
په امنیتي برخه کې هم هېواد ٢٠٢٣ زیږدیز کال یو ځل بیا په ارام او سوکالۍ کې تېر کړ او د جګړې له امله په کې هېڅ مور بوره، هېڅ خور بې وروره، هېڅ لور بې پلاره او هېڅ مېرمن بې خاونده نه شوه، چې دا د الله(ج) په نصرت د افغان مؤمنو مېرمنو لپاره د اسلامي امارت غوره ډالۍ ده.
پوره کال وړاندې چا فکر نه کاوه، چې قوشتېپه دې جوړه شي او سالنګ دې ورغول شي، خو اسلامي امارت د افغانانو دغه خوب ریښتیا کړ او زورېدلي ولس دغه خوبونه به لا نور هم په حقیقت بدل شي.
انشاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته