(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې یو حیواني کلینیک جوړ شو

کابل، د زمري ۲۲مه، باختر

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوه حیواني کلینیک د پرانیستلو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کلینیک د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ د ۷ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې جوړ او د وترنرۍ روزل شویو ډاکترانو ته یې مسوولیت وسپارل شو.

ورته مهال د سيمې خلک د دغه کلینیک په پرانیستلو خوښ دي او په راتلونکي کې د لانورو خدمتونو غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم ورته ۳ نور کلینیکونه پرانیستل شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا