امنیت

ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .

کابل باختر  دثور يوولسمه

  په فراه ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .

  دفراه ولايت دملي امنيت منسوبينو د ډى سي توپ شپږ سرګلولې   چې دورانکارو فعاليتونو په مقصد په فراه ښار کې ځاى پرځاى شوي وو ددغه ښار دکرجي په ساحه کې  کشف او ترلاسه کړې .

 باختر اژانس ته دفراه ولايت دملي امنيت ديوخبرځاى دڅرګندونو له مخې، وسله والوطالبانو دغه سرګلولې دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد په دې ساحه کې ځاى پرځاى کړي وي چې په خپل وخت دملي امنيت دځواکونو له خوا کشف اوضبط  شوې .

 ديوبل خبر له مخې، يو تن  دغلا په تور دملي امنيت دمنسوبينو له خوا په فراه ښار کې ونيول شو .

 دفراه ولايت دملي امنيت يوخبرځاى باختر اژانس ته وويل،  دغه سړي ددغه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي چې دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ديو موټرسايکل  دغلا په وخت کې دفراه ښار د سنګي زوا په  سيمه کې  ونيول شو .

  خبرځاى زياته کړه: په لومړنيو څيړنوکې روښانه شوه چې نيول شوى سړي دغلا او شوکماري په څو پيښو کې  لاس درلود .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې،  ترلاسه شوي موټرسايکل  اصلي خاوند ته يې وسپارل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته