خبرونهورزش

شفيع غلامي په هرات کې د موټرسايکل ځغلولو د سيالۍ اتل شو

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

شفيع غلامي له خپلو سيالانو څخه  په مخکې کېدو سره  په هرات کې د موټر سايکل ځغلولو د سياليو اتل شو.

هغه وکړاى شول چې ټاکلى واټن له خپلو سيالانو ژر ووهې او لومړى مقام وګټي.

مجيب الله حيدري او ميلاد احمدي په ترتيب سره د دغو سياليو دويم او دريم مقامونه وګتل.

په یادو سیالیو کې ۳۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و.

د هرات د بدني  روزنې او ورزش رييس مولوي ګلاب الدين خپلواک باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ  د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې  او د دې ورزشي څانګې د غوره څېرو د ټاکنې په مقصد په انجيل ولسوالۍ کې ترسره شوې.

هغه وويل چې د ورزش اداره هڅه کوي چې په هرات کې ملي سيالۍ ترسره کړي چې په نړيوالو لوبو کې د ګډون لپاره غوره څېرې وټاکل شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته