
کابل، د وري ۱۶مه، باختر
د پنځمې ناحیې اړوند د میرویس میدان (کوټه سنګي) هوايي پله ته مخامخ د ۱۰۵ مترو په اوږدوالي او ۷ متره پراخوالي د زرغونې سیمې د جوړولو چارې پیل شوې.
د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی وايي چې، له دې وړاندې یو شمېر فرصت غوښتونکو له دې سیمې څخه ناوړه ګټه پورته کوله.
د نوموړي په وینا د نقشې له مخې، د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یادې سیمې د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې تر جوړېدو وروسته به پکې د نیالګیو کېنولو سربېره چمن هم ورکرل شي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې، د زرغونې سیمې شاوخوا د کټارو نصبول هم په پام کې نیول شوي دي.
افغانمل