کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
په غور ولايت کې ٤٨ تنه غير مسوول وسله وال نن له خپلو وسلو سره د ملي وحدت له حکومت سره يوځاى شول .
د غور ولايت د ملي امنيت رييس نورستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي امنيت د رياست د اوپراتيفي کار او هلوځلو له امله د دوه لينه ولسوالۍ د سياه چوب له کلي څخه د ارباب صمد په مشرۍ ٣٦ تنه او ١٢ تنه نور د خداى رحيم په مشرۍ له وسلو سره يې چې توغندي ويشتوونکي، کلاشينکوفونه ، برنو، يوولس ډزې او نور پکې شته؛ د سولې د بهير له لارې له دولت سره يوځاى شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ