
کابل، د وږي ۹مه، باختر
د رياستالوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په حضور کې، نن د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست شیخ الحديث شهاب الدين دلاور او د ګټونکو شرکتونو د مسئولینو ترمنځ، د ۶ ميليارده ۵۵۷ ميليونه ډالرو په پانګونې، د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه، لاسليک شول.
په دغو قراردادونو کې د سرو زرو، مسو، سرب او جست او د اوسپنې استخراج او پروسس شامل دي، چې په افغان شرکتونو سربېره، آسيايي او اروپايي شرکتونه يې هم ونډه وال دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو او مسئولینو، سوداګرو، پانګه والو او صنعتکارانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحديث شهاب الدين دلاور، د سنبلې د نهمې پر تاریخي ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: نن (د سنبلې ۹مه) له کفري اشغال څخه د افغانستان د خلاصون تاریخي ورځ او په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام د واکمن کېدو ورځ ده.
شیخ دلاور زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره، د افغانستان د کانونو په مديريت کې د رشوت، واسطې او فساد مخه نيول شوې او په دې برخه کې بشپړ شفافيت او عدالت تامين شوی دی.
د شیخ دلاور د معلوماتو له مخې؛ د ۳۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې، په ۱۲ کیلومتره مربع ساحه کې د تخار ولایت د سمتي طلا پروژه له چینا – افغانستان سره د ۵ کلونو لپاره؛ د ۴۱۱ میلیونه ډالرو په پانګونې، په ۲۴۵ کیلومتره مربع ساحه کې د مس عینک دویمه پروژه له تویار خصوصي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره او همدا رنګه د ۵۳۷ میلیونه ډالرو په پانګونې، په ۲۰۷ کیلومتره مربع ساحه کې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جست د دویم بلاک پروژه له «افغان انوېسټ» او ایبکو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوی دی.
د هغه په ونیا، د غوریانو د اوسپنې د څلورو بلاکونو پروژې چې شاو خوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري؛ د ۵ میلیارده ۳۸۹ میلیونه ډالرو په پانګونې، له څلورو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوی دی.
د غونډې په دوام، د هرات والي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد اسلامجار وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د کانونو واک د افغانانو په لاس کې نه، بلکې د نورو په لاس کې و، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد کانونونه له هغو کسانو او شرکتونو سره قرارداد کېږي چې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د «افغان انوېسټ» شرکت رئیس شېرباز کمین زاده، څرګنده کړه، چې د خصوصي سکتور معقولې غوښتنې او وړاندیزونه د اسلامي امارت د مشرانو او مسئولینو له خوا اورېدل شوې او رسېدګي ورته شوې ده.
همدا رنګه، نجم الدین صیاد، ضیاالحق ستانکزي او محمد یوسف نورزي د قراردادي شرکتونو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې خپلې چارې به پوره ژمنتیا ترسره کړي.
هغوی هم د کانونو په قراردادونو کې د بشپړ شفافیت او عدالت یادونه وکړه او د اسلامي امارت د اړوندو ادارو له خوا یې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په اوو لویو پروژو کې د ۶ میلیارده ۵۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کېږي چې په تطبیق سره به یې په هېواد کې لسګونو زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.