کابل باختر د سلواغې ۲ مه
د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په صاحب زاده، خالو خېلو او د موشکي په سیمو کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه وسله وال طالبان د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال