نړۍ

په پاکستان کې دغيرستندرد درملودکارولو له امله دسردزيان دشميرزياتوالې

١٠ – اسلام اباد دي نيوز انترنشنل  دسلواغې دمياشتې   ٥ :

دغيرمعياري درملو له  کارولو وروسته دپنجاب  دزړه دعلاج او درملنې په يو روغتون کې  دوژل شويو ناروغانو شمير څه ناڅه اويا تنو ته رسيدلي دي.

پخوا دغه شمير اووه ويشت تنه  ښودل شوي و.

په وژل شويو کسانو کې هغه ناروغان شامل و چې ددرملنې لپاره  دپنجاب دزړه  دناروغيو دعلاج او درملنې په مرکز يا ( پي آى  سي )  کې بستر و. او هغه ناروغان چې له دغه روغتون څخه يې درمل اخيستي و.

په لارهور ښارکې ددرمل جوړونې يوه کارخانه د ککړو درملو دتوليد له امله تړل شوې  ده  او د درمل جوړولو دشرکتونو  درې تنه خاوندان  چې دغه درمل پکې توليديدل هم نيول شوي دي .

دپاکستان دکورنيو چارو وزير ر حمن ملک دفدرالي څيړنو اداري ته  لارښوونه   کړې ده چې په دې اړوند اقدام وکړي او ددغو شرکتونو قضيه وڅيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته