امنیت

دتروريستي بريدونو زور اخستل دافغانستان له خلکو سره دبهرنۍ استخباراتي جګړې يوه برخه ده .

کابل _باختر  دغبرګولي دوه ويشتمه :
دکابل دپوليسو يو مقام وايي چې امنيتي ځواکونه دسيمې په مستقيمه استخباراتي جګړه کې دي او په هيواد او په تيره بياپه کابل کې دتروريستي بريدونو زور اخستل دافغانستان  دخلکو پرخلاف داستخباراتي سازمانونو دپټې جګړې يوه برخه ده .
دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس جنرال محمد ظاهر باختراژانس ته وويل چې په هيواد او په تيره بيا په کابل کې  دتروريستي بريدونو زور اخستل دافغانستان په وړاندې دپاکستان داستخباراتي پروګرامونو يوه برخه ده چې ددغه هيواد استخباراتي سازمانونو دافغانستان دخلکو پرخلاف مستقيمه  جګړه پيل کړي ده او طالبان په دې جګړه کې  دپاکستان داستخباراتي سازمانونو نيابتي عسکر دي .
ده په پايتخت کې دامنيتي  منسوبينو ميړانه او زړورتيا وستايله او ويې ويل چې دتروريستانو په وړاندې دهغوى غبرګون دستاينې وړ دى .
ده ومنله چې بايد دتروريستي بريدونومخه مخکې له مخکې ونيول شي .
جنرال محمد ظاهر وويل چې په پاکستان کې يو زيات شمير ديني مدرسې تړلې شوي دي اوطالبان يې په افغانستان کې جګړې ته استول شوي دي .
موږ دپاکستان له استخباراتي سازمان اودهغه له طالب ډوله مزدورانو سره په يوه مستقيمه  جګړه کې يو .
دهيواد په مرکز او ولايتونوکې امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې يو زيات شمير اجير تروريستان ونيسي او په دې ترتيب دپايتخت په ګډون په هيوادکې دزياترو تروريستي پيښو مخه نيول شوې ده .
سره له دې هم تروريستان په دې بريالي شوي دي چې خپل ځينې پروګرامونه عملي کړي .
دکابل دپوليسو دغه مقام په کابل کې ددوو تنو تروريستانو دنيولو يادونه وکړه چې په ښځينه جامو سره يې هلې ځلې کولې چې ځان نظر وړ هدفونو ته ورسوي .
  جنرال ظاهر وايي  زموږ خلک دې هير نه کړي چې ددوى دبهرنيو استخباراتي  سازمانونو په يوه استخباراتي اوپټه  جګړه کې ښکيل دي دلته سياسي پوهه او هوښياري طرحه ده خلک  بايد دتروريستي  پيښو دمخنيوي په خاطر له امنيتي ځواکونوسره خپله همکاري زياته کړي .
  دکابل دپوليسو ددغه مقام څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پرون سترې محکمې ته څيرمه دځانمرګي بريد له امله دښځواو ماشومان په ګډون زموږ يوشميرهيوادوال شهيدان او يو شمير نور هم ټپيان شول .
جنرال ظاهر وايي چې ددغې پيښې  دوو تنو ټپيانو تيره شپه دټپونو دژورتيا له امله ساورکړه . او په دې ترتيب ددغې پيښې  دشهيدانو شمير اوولسو تنو ته ورسيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته