امنیت

په ننګرهارکې چاودنه وشوه

دجلال آباد ښارباختردچنګاښ دمياشتې١٩نيټه :                                 دوسله والوطالبانو يو قوماندان دخپل ماين په  چاودنه کې ووژل شو.             
دغه پيښه پرون ناوخته  په خوږياڼيو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.  دخبرونوله مخې  ؛ دغه وسله وال طالب غوښتل دغه ماين  عيارکړي   چې له عيارولوڅخه مخکې وچاوديد اودى ووژل شو .
په ننګرهار ولايت کې يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته  وويل ؛ په دې  چاودنه کې په زرکوى مشهورملاخان  ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دوه ورځې  مخکې هم دوسله والو طالبانو يو  جګپوړي  قوماندان  ديوه بم دچاودنې له امله ووژل شو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته