سیاست

دملي امنيت سلاکار په کابل کې دايټاليا له سفير سره وکتل .

کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر پرون په کابل کې دايټاليا له سفير لوچينو پيزوتي سره دخپل کار په دفتر کې وکتل
دملي امنيت دشورا مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه  ددواړو  هيوادونو داړيکو ، په افغانستان کې دايټاليا دځواکونو دشتون او په افغانستان کې دوروستيو امنيتي پيښو په باب خبرې اترې وشوې .
دملي امنيت سلاکار وويل چې په هيواد کې يې وروستۍ  امنيتي پيښې يوځل بيا ثابته کړه چې دافغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه له هيواد څخه دمستقلانه  دفاع  وړتيا لر ي.
دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر څرګنده کړه چې دهيواد جمهور رييس اړوندو مرجعو ته دپوځي موجودو ظرفيتونو دسراسري څيړنې حکم صادر کړى دى .   دملي امنيت سلاکار دغه راز وويل چې دولت په هيواد کې د امنيت دتامينولو په خاطر اوس هم ددوستو هيوادونوهمکاريو ته اړتيا لري.
په کابل کې دايټاليا سفير لوچينو پيزوتي  وويل چې افغانستان دايټاليا دبهرني سياست دپاملرنې  محور کې دى .
  ده وويل هيواد يې په افغانستان کې له وروستيو امنيتي پيښو وروسته خپله پاملرنه دافغانستان مسئلو ته زياته کړې ده او له افغانستان سره په پوځي اقتصادي او دقضايي خدمتونو دوړاندې کولو د ښه والي په برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته