خبرونهفرهنګټولنه

د نامتو افغان سندرغاړي عبدالله مقري مړی خاورو ته وسپارل شو

کابل / د غبرګولي ٣١مه / باختر

دهېواد د نامتو سندر غاړي عبدالله مقري، چې پرون د کابل ښار په یو روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله سترګې له نړۍ پټې کړې، مړی نن د کابل په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.

د ده جنازې ته د رناوي مراسم په سردارمحمد داودخان څلورسوه بستریز روغتون کې د ارواښاد د کورنۍ د غړیو، یو شمېر لوړپوړیو دولتي چارواکیو، فرهنګیانو او د دغه مشهور حماسي سندرغاړي د مینه والو په ګډون ترسره شول، په عیدګاه جومات کې د جنازي لمانځه له اداکولو وروسته یې مړی په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني په يوه پيغام کې عبدالله مقري يو مشهور حماسه ويونکي او وطنپال سندرغاړى بللی او د هغه مړينه یې د افغاني موسيقۍ لپاره يوه ضايعه ګڼلې ده.

جمهوررييس په خپل پيغام کې چې د جمهوري رياست د چارو ادارې د فرهنګي برخې رييس محبوب شاه محبوب ولوست، ويلي چې مقري په خپلو سندرو کې د افغانستان د خلکو دردونه او غمونه زمزمه کول.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي د عبدالله مقري د جنازې د درناوي په مراسمو کې وويل: مقري د خلکو درد وليد او دا درد يې د څلورو لسيزو په موده کې په خپلو سندرو کې راغبرګ کړ. هغه په سختو جګړو کې د خپلو سندرو له لارې خلک له يو بل سره خواخوږۍ او په خپل وطن کې ژوندانه ته هڅول. هغه وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هڅه کوي دعبدالله مقري ١٧هغه غوره حماسي اوهېوادنۍ سندرې چې هغه په دغو وروستيو کې بيا ويلي دي خپرې کړي.

لیکوال او شاعرعصمت قانع هم په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او ویې ویل چې دعبدالله مقري په سندرو کې له وطن سره مینه، د افغانانو درد او کړاو د هغه د سندرو د تلپاتې کېدو اصلي لامل دي.

د هېواد پېژندل شوى فرهنګي شخصيت اسماعيل يون هم عبدالله مقري يو له ګوتې په شمېر سندرغاړو څخه وباله چې هيڅکله يې خپل هنر نه دی پلورلي بلکې په سياسي مبارزه کې او د وخت د ناخوالو، جګړو او برباديو پر خلاف يې کارولی دی.

عبدالله مقري د عبيدالله مقري زوي او د غزني په مقر ولسوالۍ کې زېږيدلي و.عبدالله مقري پوره څلور لسیزې هنري فعالیتونه وکړل او د افغانستان د خلکو زړونو ته یې لاره پرانیسته او مشهور شو. د هېواد خلک زيات هغه په حماسي سندرو سره پېژني.

دعبدالله مقري ( دا د آزادۍ خاوره دا د جګو غرو وطن…… دا د ننګيالو وطن) سندره اوس هم د هېوادوالو په غوږونو کې انګازې کوي .له عبدالله مقري څخه څه د پاسه ١٤٠ سندرې پاتې دي او د سندرو ويلو ترڅنګ شاعرهم و.

دعبدالله مقري زوى ميرخان مقري باخترآژانس ته وويل چې له پلارڅخه يې ګڼ شعرونه پاتي دي چې تراوسه نه دي چاپ شوي . د مقري زياتره شعرونه د هغه د سندرو په څېر هېوادني او حماسي دي. عبدالله مقري په يوه مذهبي کورنۍ کې لوى شوی و؛ خو د کورنۍ له مخالفت سره سره يې سندرو ويلو ته دوام ورکړ چې د خلکو په منځ کې په يو ښه حماسي سندرغاړى مشهور شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته