امنیت

دحقاني دشبکې اته تنه غړي په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٩  :
دحقاني دشبکې  اته تنه غړي په خوست ولايت کې دهوايي بريد په بهيرکې   ووژل شول .
په دغو تروريستانو تيره شپه کله چې په سپيرې ولسوالۍ کې  په تروريستي فعاليتونو بوخت و  دبې پيلوټه امريکايي الوتکې له خوا پرې بريد وشو.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل : چې دامريکايي ځواکونو په دې هوايي بريد کې  اته تنه تروريستان ووژل شول.
ده وويل  دغه تروريستان  په تروريستي فعاليتونو بوخت و  چې پرې بريدوشو.
ديوبل خبرله مخې :  دحقاني دشبکې  او طالبانو دډلې  اووه تنه نور تروريستان   دخوست ولايت په ځينو سيمو کې ديولړ جګړو په بهيرکې ووژل شول.
ددغو جګړو په بهيرکې  دتروريستانو  يوه اندازه وسلې او مهمات هم دپوځيانو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته