سیاست

د غزني ولایت مرستيال محمد علي احمدي د اجرائيه رياست له لومړي مرستيال انجينیر محمد خان سره وکتل.

کابل باختر د لړم دولسمه :
په کتنه چې نن ورځ د وزیرانو شورا په مرمرينه ماڼۍ کې تر سره شوه د غزني ولایت په یو شمېر امنیتي ستونزو خبرې وشوې.
محمد علي احمدي د دغه ولایت امنیتي وضعیت په اړه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته ډاډ وړ کړاو زیاته یې کړه، دښمن به هيڅکله و نه توانيږي تر څو په دغه ولایت کې په خپلو ناځوانه بريدونو سره د حکومتي سرتېرو روحيه ضعیفه کړي.
ده وويل چې په غزني کې امنیتي ځواکونه په پوره مېړانه او قوي روحيې د هېواد دفاع ته چمتو دي او دښمن ته به په هر وخت کې غاښ ماتوونکی ځواب و وايي.
دغزني مرستیال والي همدا راز زیاته کړه چې دښمن غوښتل په غزني یو پراخ بريد ترسره کړي او په دې برید سره د جنوب لویدیځو ولایتونو اړیکې له مرکز سره پرې کړي، خو امنيتي ځواکونو ورته په خورا مېړانه سره په وخت ځواب ورکړ.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجینیر محمدخان غزني ولایت یو له مهمو او ستراتېژیکو ولایتونو څخه وباله او د دغه ولایت مرستيال ته یې د پوره چمتووالي امر وکړ.
انجینیر محمد خان په غزني ولایت کې د امنیتي ځواکونوهلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه باید دغزني څخه ددفاع ترڅنګ د ولسونو زړونه هم په لاس راوړي او هڅه وکړي ترڅو په غزني کې ملکي هیواد والو ته کوم زیان ونه رسیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته