سیاست

جمهور رييس غني: زه هوډمن يم چې د هيواد د وسله وال پوځ د اعلى سر قوماندان په توګه ستاسو د سر، مال او پت دفاع وکړم

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن د ملي امنيت د ادارې يو رياست وکوت.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هيواد جمهور رييس د دغه رياست له مسوولينو سره د خبرو په ترڅ کې د هيواد د ملي امنيت د کارکوونکو د هيواد پالنې د انګيزې له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: ډاډ ولرئ چې سياسي مسئلې به ملي امنيت تر اغيزې لاندې ونه نيسي.
جمهور رييس غني وويل: زه هوډمن يم چې د هيواد د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندان په توګه ستاسو د سر، مال او پت دفاع وکړم.
محمد اشرف غني څرګنده کړه: هرڅوک چې ستاسو په وژنې او ټپي کولو لاس پورې کوي؛ جيل ته به لاړ شي او باور ولرئ ، هغه کسان چې تاسو په زيار او هلوځلو سره نيولي دي؛ د قانون او عدالت منګولو ته به وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته