-پل علم باختر دليندي نولسمه :
يو صراف پرون په لوګر ولايت کې د تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو .
د لوګر دملي امنيت رييس جنرال غلام رباني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پل علم ښار د بابوسو د کلي اوسيدونکي حکم خان صراف چې دوه مياشتې مخکې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا تښتول شوى و، د خنجر – ٦ د عملياتو په بهيرکې چې تېره اوونۍ دوردکو د تنګي په مربوطاتوکې ترسره شول، آزاد شو .
د لوګر دملي امنيت رييس زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د دغه صراف د خوشې کولو په بدل کې د ٧٠٠ زرو امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ