کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرست سيد مصدق خليلي دمبارکي پيغام .
نوروز دطبيعت اوښکلا دزياتوالي او پراختيا څرګندوى ده . لرغونې جشن چې زموږ په څو زره کلن تاريخ او فرهنګ کې جرړې لري او زموږ دهيواد دخلکو دفرهنګي هويت يوه برخه ده . دنوي هجري لمريز کال درارسيدو ددغه مبارک جشن له امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په استازيتوب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس جلالتماب ډاکترمحمد اشرف غني ، دجمهوري رياست محترمو مرستيالانو ، اجراييه رييس جلالتماب ډاکتر عبدالله عبدالله او دده محترمو مرستيالانو او دافغانستان ټول ملت ته مبارکي وايم .
دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه نوى کال دسولې ترقۍ او دافغانستان خلکو ته دصميميت او صفا دکال هيله کوم .
0 د یوې دقیقې څخه لږ