
کابل، وري ٢٨مه، باختر
د لوګر د ولایتي روغتون مسوولین وایي، چې تېر ماښام په یاد روغتون کې یوې مور څلور ژوندي ماشومان زېږولي دي.
د نایب امین الله خان لوګري ولایتي روغتون یو مسوول ډاکټر محمدصدیق همدرد باختر آژانس ته وویل، چې تېر ماښام یوې مور د بره کي برک ولسوالۍ اړوند د شاه مزار سیمې اوسېدونکې ده، په یاد روغتون کې د زېږون پرمهال څلور ژوندي ماشومان، یو هلک او درې نجونې زېږولي، چې د ټولو ماشومانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
باید وویل شي، چې تېر ماښام د لوګر مرستيال والي مولوي عنايتالله شجاع، په داسې حال کې، چې د عامې روغتیا رييس حافظ سعيدالرحمن قادري هم ور سره و د دغو ماشومانو له زېږېدو وروسته ولايتي روغتون ته ولاړ او له نويو زېږېدلو ماشومانو يې ليدنه او د هغوی د حال پوښتنه وکړه.
مرستیال والي د دغو ماشومانو والدینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی د روغتیایي ستونزو د حل په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه.
د يادو ماشومانو پلار سيدغني د لوګر د ولايتي روغتون د مسؤولینو له خدمتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د ناروغانو ستونزو د پر وخت رسېدنې په برخه کې یې د دوی هڅې وستایلې.
لمر