امنیت

د هېواد په ختيځ کې د چاوديدونکو توکو يو ستره زيرمه کشف شوه

کابل باختر د ليندۍ ديارلسمه :
په پاکستان کې جوړ شوي چاوديدونکو توکو يوه ستره زيرمه د افغانستان په ختيځ کې کشف شوه .
دغه زيرمه دپوځيانو دځانګړو عملياتو په بهيرکې دننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ په مربوطاتوکې د مخالفينو له يوه پټنځي څخه کشف او ترلاسه شوه .
  د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې له دغې زيرمې څخه ٢٥٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې په پاکستان کې جوړ شوي و، ترلاسه شوي دي .
  ده وويل: دغه چاوديدونکي توکي د ويجاړولو زيات توان لري او ډار اچوونکو له هغه څخه د بمونو، ماينونو او دځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې استفاده کوله .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ ته ليږدول شوي و او ټاکل شوې وه د طالبانو د ډلې په واک کې ورکړل شي .
د دغو چاوديدونکو توکو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته