امنیت

د پروان د عالمانو شورا په رئيس د بريد او شهادت طراح ونيول شو

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د ملي امنيت ځواکونو نصيراحمد چې د روان کال د ثور د مياشتې په  ١٩ نيټه يې د پروان ولايت د عالمانو شورا رئيس د لوست ورکولو په وخت کې شهيد کړى و، نيولى دى.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: نصير احمد دوه کاله مخکې د قاري محبوب په واسطه   د پروان ولايت د طالبانو دتروريستي ډلې په ليکه کې موظف شوى و چې يوشمېر عالمان او قومي مشران ترور کړي.
ده اعتراف کړى دى چې په پروان دارالعلوم کې د ماين ښخولو کار چې د عالمانو شورا د رئيس مولوي عبدالرحيم شاه آغا د شهادت او دقرآن کريم د شپږو تنو حافظانو د ټپي کيدو سبب شو، طرحه کړى و.
نصيراحمد له خپلې ډلې سره هلې ځلې کولې چې نور عالمان او مخور هم ترور کړي چې د ملي امنيت د ادارې د منسوبينو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته