کابل باختر دلړم لومړى :
داستازوپه مجلس کې دسرپل ولايت دخلکو دمنتخبې وکيلې عزيزې جليس ځوان زوى ځان وواژه .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار باختراژانس ته وويل چې انيل احمد جليس پرون مازيګر له خپلې ميرمنې سره له ناندرې وروسته ځان وواژه .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې تراوسه پورې دپيښې په اړوند څوک نيول شوى نه دى خو په دې باب تحقيقات دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم