امنیت

په نورستان کې د اتو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دغبرګولې  پنځلسمه
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اته تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په  دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولايت مرکز پارون ښار ته څېرمه  بريد وشو.
دهېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل: وسله وال طالبان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې پرې بريد وشو .
ديوبل خبرله مخې:
د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه ډيپو د پارون ښار ته څېرمه د پوځي عملياتو په بهيرکې کشف شوه چې له هغو څخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله .امنيتي
مامورينو نن سهار د نورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل . دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي .
طالبان په افغانستان کې په ګن ميشتو لارو اوسيموکې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
   ختم_ ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته